د بامیان ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي چټکه شوې ده.
مېرمن کریمه سالک پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۸۱ قضیې ثبت شوي دي.
نوموړې وايي:
"ډېرې دا قضیې د ښځو د وهلو دي چې شمېر یې ۳۸ کېږي. د نفقې د نهورکولو قضیې ۱۰ دي. د واده په نیت له کوره د تېښتې هم ۱۲ قضیې ثبت شوي، ۳ قضیې د جبري ودونو دي او یوه قضیه هم ځان ته د اور اچولو وه."
مېرمن سالک وویل، کومې قضیې چې جرمي بڼه نهلري کورنیو ته د مشورې ورکولو له لارې هوارېږي او هغه چې یو جرم پهکې شوی وي څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي.