د تبت ستر مذهبي مشر دالای لاما منګولیا ته د خپل څلور ورځني سفر په پیل کې هلته له بودایې عبادت کوونکو سره لیدلي چې د چین قهرجن اعتراضونه یې راپارولي دي.
سلګونو عبادت کوونکو د یو اتیا کلن دالای لاما د لیدو لپاره سلګونه کیلومتره واټن وهلی او حتی له ګاونډۍ روسیې څخه هم ورته راغلي و.
د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې حکومت دغه هېواد ته د سولي د نوبل جایزې وړونکي دالای لاما د شخصي سفر په برخه کې هیڅ نشو کولی.
د همدې ورځي په لومړیو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پیکنګ په هر هېواد کې په هرنامه چې وي او په هره سطح چې وي د دالای لاما د چین ضد جلاغوښتونکو فعالیتونو سره په کلکه مخالف دی.
چین په ۱۹۵۱ کال کې تبت اشغال کړی او دالای لاما له ۱۹۵۹ کال راهیسي په بهر کې جلاوطنی دی.