بشري حقونه: لاهم امنیتي ځواکونو کې کم عمره کسان شته

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره سرتېرو پر موجودیت اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون د مرکزي دفتر یوه غړي عبدالله عابد نن ازادي راډيو ته وویل چې له ملي او نړیوالو ضمانتونو سره سره لاهم په دې برخه کې اندېښنې پرځای پاتې دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمال ختیځې څانګې مشر هم رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه ځینې ماشومان په پوځي برخو کې روزي او جنګ ته یې استوي.