د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د حکومتي مشرانو اختلافات به د نظام د ړنګېدو لامل شي.
د دغې جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د کابینې په جوړښت کې له پوره عدالت نه کار واخلي.
دا خبرې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپلو تازه څرګندونو کې په قدرت کې د قومونو په غیر عادلانه ګډون سخت انتقادونه کړي او ویلي چې د روانو اختلافاتو دوام به هېواد کړکېچن حالت سره مخ کړي.