د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې د انسان تښتونکو یوه څلور کسیزه ډله یې نیولې ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي محمد عسکري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغې ډلې څه موده مخکي د کندهار ښار له میرویس مېنې څخه یو ځوان تښتولی و او له کورنۍ څخه یې د هغه د خوشي کېدو په بدل کې پیسې غوښتې وې.
نوموړي وویل چې دوی د دغه کورنۍ له شکایت وروسته په سېمه کې عملیات وکړل او دغه ځوان یې وژغوره.
نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د وسله والو غلو او انسان تښتونکو په اړه د خلکو شکایتونه ډېر شوې دي.