پنټاګون وايي د افغانستان لپاره امریکايي هلیکوپټرې اخلي

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره له روسیې څخه «ایم. ای. اوولس» هلیکوپټرې نه پيري او د دې په بدل کې امریکایي هلیکوپټرې اخلي.

دا خبره په کانګرس کې د کونیک تیکټ ایالت سناتورانو بیان کړه.

سناتور کریس مورفي پرون وویل، زه نه پوهېږم چې ولې د امریکا حکومت د مالیې پیسې روسیې ته د افغانستان د هلیکوپټرو لپاره ورکوي، حال دا چې روسیه په سوریه کې د اسد د رژیم پلوي کوي او په اوکراین کې یې مداخله کړې ده.

سناتور مورفي زیاته کړه، که دفاع وزارت د افغانستان لپاره هلیکوپټرې اخلي نو باید امریکایي هلیکوپټر واخلي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې د افغانستان پوځ ته به د «سیکورسکي بلاک هوک» ډوله هلیکوپټرې چې په کونیکتیکت کې جوړېږي، وپيري.

بل لور ته په تېرو دوو کلونو کې روسیي هلیکوپټرې د دې لپاره افغانستان ته نه دې سپارل شوي چې لوېدیځ په اکراین کې د مداخلې لپاره پر روسیې بندیزونه لګولي دي.