iom: روان کال ۴زره کډوال د مدیترانې سمندر کې ډوب شوي

د کډوالو نړیواله اداره یا «ای او ایم» وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۴ زره او ۶ سوه او ۳۶ کډوال اروپا ته په لاره په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاند لیونارد ډویل د جمعې په ورځ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د ژمې په دې موسم کې په مدیترانې سمندرګي کې د پلاستیکي کښتیو د ډوبېدو ډېرې غمجنې پېښې وینوو."

نوموړي وویل په پلاستیکي کښتیو کې اکثره سفر کونکي کډوال او پناه غوښتونکي د غربي افریقا وګړي دي چې د لیبیا له سواحلو حرکت کوي او غواړي چې د ایټاليیا ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي.