جرمني یو افغان ځوان د تروریستي سازمان په غړیتوب تورن کړ

جرمني څارنوالانو د جمعې په ورځ یو ۱۷ کلن افغان ځوان په بهرني تروریستي سازمان کې په غړیتوب تورن کړ.

عبد الله ایس کې تېره پنجشنبې د جرمني د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د جرمني چارواکي وايي، دغه افغان په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې و او څو ځله يې پر افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې برخه هم اخستې ده.

خو څارنوالانو دا نه ده په ډاګه کړې چې دا افغان د جرمني په کومه سیمه کې نیول شوی او په څه ډول دې هېواد ته رسېدلی دی.