د شفافیت نړیوال سازمان اداري فساد په اړه راپور وړاندې کوي

ټاکل شوې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان راتلونکې سې شنبې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.

د دې سازمان د افغانستان د څانګې مطبوعاتي مسؤل وحید الله عزیزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل په دې راپور کې د فساد پر ضد د افغان حکومت د مبارزې څرنګوالی او دا چې تر اوسه دا مبارزه څومره اغېزمنه ده ،معلومات شامل دي.

ښاغلي عزیزي ویلي د شفافیت نړیوال سازمان افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کې د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې لپاره یو لړ سپارښتنې هم لري.

د شفافیت نړیوال سازمان ټنیګار کوي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ۱۵ اعشاریه دوه میلیارده ډالرو مرسته باید پر ځای مصرف او د فساد ښکار نشي.