د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي په کاناډا کې په یوه امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
دفاع وزارت وايي، د کاناډا په امنیتي کانفرانس کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت له تروریزم سره د مبارزې او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په باب خبرې کېږي.
د «هالیفکس» په نوم په دې درې ورځني کانفرانس کې د یو شمېر هېوادونو د دفاع د وزیرانو په ګډون د شااوخوا سلو هېوادونو امنیتي مقامات او د پوځي چارو کارپوهان ګډون لري.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د دې کانفرانس او په کې د افغانستان د ګډون په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې کنفرانس کې د هغه هېوادونو د مرستو په اړه چې په افغانستان کې سرتېري لري او د تروریزم په وړاندې مبارزه کوي خبرې کېږي، د افغانستان دفاع وزیر په همدې هدف دغه کنفرانس ته غوښتل شوی دی."
د هالیفکس په انټرنټ پاڼه کې راغلي دي چې د دې کانفرانس په نننۍ غونډه کې به د افغان حکومت د اجرائیه ریاست سلاکار سید طیب جواد او په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني ویناوې وکړي.
د کاناډا په دې امنیتي کانفرانس کې په پاکستان کې د امنیتي حالت او تروریستي فعالیتونو په اړه هم خبرې کېږي.
د کانفرانس تنظیمونکو ویلي چې په دې کانفرانس کې د پاکستان د امنیتي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان هم برخه لري.
ښاغلی رادمنش وايي، د کانفرانس ګډونوال باید د تروریزم د روزنې ،تجهیز او تمویل پر سرچینو تمرکز وکړي.
که څه هم د کاناډا د هالیفکس امنیتي کانفرانس پرېکړې اجرائیه بڼه نه لري خو محمد رادمنش وايي، دا ډول کانفرانسونه افغانستان او په ځانګړي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته د نړیوالې ټولنې زیاته توجه راړوي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ ډاډه یو لوېدیځ هېوادنه چې په هر کنفرانس کې کومه پرېکړه کوي د افغانستان لپاره ګټوره ده، موږ کولای شو د هغه هېوادونو په مقابل چې د تروریستانو تمویل او تجهیز کوي په وړاندې خپل امکانات زیات کړو."
نوموړي یو ځل بیا د افغان حکومت دا ادعا تکرار کړه چې تروریستي ډلې په پاکستان کې تمویل او روزل کېږي او بیا افغانستان ته استول کېږي.