قدیر: حکومت باید له ولسي جرګې سره یوځای کار وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال له حکومته غواړي چې له دې جرګې سره له تقابله لاس واخلي.

ظاهرقدیر نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ولسي جرګې د کومې کینې له مخې وزیران نه دي استیضاح کړي بلکې دا واک قانون ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"له افغان حکومت غواړو چې د تقابل پر ځای باید یو ځای کار وکړو، ولسي جرګه هیڅکله د دوو قواوو تر منځ ټکر نه رامنځته کوي، خو د خپلو بیوزلو خلکو له حقه تر مرګه دفاع کوو."

ښاغلي قدیر همداراز خبرداری ورکړ که حکومت نوي کاندید وزیران ور معرفي نه کړي د قانون له مخې به بودجه تصویب نه کړي.

اخوا جمهوري ریاست وايي، حکومت له ولسي جرګې سره هیڅ ډول ټکر نه دی کړی بلکې د درې ګونو قواوو تر منځ یې د همکاریو د لا زیاتیدو هڅه کړې ده.

د افغانستان ولسي جرګې په تېرو دوو اونیو کې د بهرنیو چارو د وزیر په شمول اوو وزیران د استیضاح په نتیجه کې سلب صلاحیت کړل.