عالمیار: ایراني سوداګر غواړي پکتیا کې پانګونه وکړي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، یو شمېر ایراني سوداګر حاضر دي چې د دغه ولایت په کانونو کې پانګونه وکړي، خو دغه کانونو لا تراوسه سروې شوې نه دي.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر نصیراحمد عالمیار د جمعي په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، وسپنې او کرومایټ کانونه موجود دي.

نوموړی وايي، که چېرې په دغو کانونو پانګونه وشي د پکتیا ولایت یو شمېر زیاتو اوسېدونکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

ښاغلی عالمیار د کانونو او پطرولیم وزارت نه غواړي څو دغه کانونو سروې او خصوصي سکتور ته په کې د پانګونې زمینه برابره کړي.