د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي چې له تېر یو کال راهیسې پر افغان سوداګرو مالیه ۴۰ فیصده لوړه شوې ده.
د دغه بورډ مشر حاجي رحم الدین اغا د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغې مسئلې عام خلکو او افغان سوداګرو ته زیاتې ستونزې پیدا کړي دي.
نوموړی له افغان حکومت څخه غواړي چې د مالیو پر قانون بیا غور وکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مالیې وزارت نظر راواخلو خو بریالي نشوو.