ټرمپ غواړي د ملي امنیت سلاکار پوسټ مایکل فلین ته ورکړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځي استخباراتو پخواني مشر مایکل فلین«Michael Flynn» ته وړاندیز کړی دی چې دده د ملي امنیت د سلاکار په توګه ورسره کار وکړي.

په دې اړه پرون امریکايي رسنیو راپورونه خپاره کړل.

که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې فلین دا وړاندیز منلی کنه خو د رویټرز خبري اژانس ټرمپ ته د یو نږدې کس له خولې ویلي، کله چې د امریکا ولسمشر له تاسو غواړي چې خدمت ته چمتو شئ د دې غوښتنې لپاره یوازې یو ځواب وجود لري.

فلین دوه کاله د ولسمشر بارک اوباما په اداره کې د پوځي استخباراتو د رئیس په توګه کار وکړ خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې استعفا وکړه او د ولسمشر اوباما د بهرني سیاست پر یو جدي منتقد بدل شو.

فلین په ځانګړې توګه د داعش پر ضد د ولسمشر بارک اوباما د مبارزې په کړنلاره انتقاد کوي او وايي چې د امریکا متحده ایالات د ۲۰۰۱ میلادي کال په نسبت د ترهګرۍ په وړاندې لږ خوندي دي.

مایکل فلین د جمهوري غوښتونکو په عمومي کنوانیسیون کې د داعش د ګواښونو پر ضد خپل نظریات څرګند کړل او د دې ډلې پر ضد د امریکا د تهاجمي سیاست غوښتونکی شو.

نوموړي همدارنګه پر دې باور دی چې واشنګټن دې په دې برخه کې له روسیې سره نږدې کار وکړي.