د فراه چارواکي: بکواه کې د طالبانو حمله کې۱۳پولیس وژل شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه پر بکواه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۳ تنه پولیس وژل شوي دي

د بکواه ولسوال غوث الدین ازادي راډیو ته وویل چې ګمان کېږي د دولت د وسله والو مخالفینو کسانو مخکې د ولسوالۍ په عسکرو کې نفوذ درلود او لومړی دوی پر هغو عسکرو برید کړی چې په ولسوالۍ کې مېشت و.

د ولسوال په خبره وروسته بیا د دولت وسله وال مخالفین هم سیمې ته رسېدلي او د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر مرکز یې برید کړی.

هغه وویل په دغه برید کې ۱۳ تنه سرتېري وژل شوي او همداشان اته نور لادرکه دي.

ولسوال زیاتوي چې یو ساعت وروسته سیمه ته د ملي اردو ځواکونه رسېدلي او د ولسوالۍ مرکز یې بېرته تصفیه کړی دی.

په همدي حال کي د دولت د وسله والو مخالفینو ویاند قاری یوسف احمدي هم د دې برید مسؤلیت اخیستی او رسنیو ته یې ویلي چې د ولسوالۍ د ودانۍ څخه یې وسلي او مهمات هم لاس ته راوړي دی.

په دی وروستیو کې دا د دولت د وسله والو مخالفینو لومړنی برید دی چې د یوې ولسوالۍ پر مرکز يې کوي.

د فراه ولایت بکواه ولسوالي یوه ناامنه سیمه ده چې په ډېره برخه کې یې د دولت وسله وال مخالفین شتون لري.