د نیویارک بمې حملې تورن پر خپلې بېګناهۍ ټینګار وکړ

په نیویارک کې د سیپټمبر د میاشتې پر بمي چاودونو چې ۳۱ کسان یې ټپیان کړي وو، تورن پرون په محکمه کې پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار وکړ.

احمد خان رحمي په نیویارک کې یو محکمې ته حاضر شو او په هغه بمي چاودنو کې یې د لاس لرلو په اتو مواردو کې لاس لرل رد کړل چې ګومان کېږي نوموړي په منهاټن او نیوجرسي کې ځای پر ځای کړي وو.

پر نوموړي په لګېدلي تورونو کې د ډله ییزې وژنې له وسلې کاراخیستل، د چاودیدونکو موادو ترلاسه کول او انتقال او په عامه ځایونو کې چاودنې شاملې دي.

ددې بمونو څخه یو د منهاټن په چلسي سیمه کې وچاودېده چې په کې ۳۱ کسان سرسري ټپیان شو.

پولیسو پنځه نور بمونه په ایلیزابت سیمه کې چېرې رحمي اوسېده او چلسي کې وموندل.

پولیس وايي، ۲۸ کلن رحمي چې افغانستان کې زېږېدلی او د امریکا تابیعت لري په یو لیک کې یې د القاعده د مشر اسامه بن لادن ستاینه کړې او په افغانستان او عراق کې یې د امریکا پر جګړه انتقاد کړی.

د امریکا د پولیسو په وینا رحمي څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او یو کال یې په پاکستان کې تېر کړی چېرې یې چې واده کړی دی.

د امریکا د فیډرالي څېړنو اداره پر دې باور دی چې نوموړي په یوازې سر ددې چاودنو پلان جوړ کړی او له کومې افراطي ډلې سره اړیکې نه لري.