د هلمند اوسېدونکو له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ

د هلمند ولایت قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

دغه خلک پرون په لښکرګاه کې سره ټول شوي و.

دوی د سولې له پروسې هم ملاتړ وکړ او په وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ چې خپله وسله په ځمکه کېږدي او د بیا پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي چې والي حیات الله حیات له دغو خلکو ستاینه کړې چې په داسې حالاتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شاه ولاړ دي.

ښاغلي حیات ویلي افغان پوځیانو د خلکو په مټ مخالفین له ماتې سره مخ کړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په هلمند کې عام خلک په داسې حال کې د افغان پوځیانو د روحیې د پیاوړي کولو لپاره غونډه کوي چې دا ولایت په دې وروستیو کې د افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو د سختو جګړو شاهد پاتې شوی.