افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي د انتخاباتي کمېسیونونو له ټولو کاندید کمېشنرانو سره مرکې بشپړې شوي او مهم معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
د ارګ ماڼۍ د یوه بیان له مخې ښاغلي غني دا خبرې پرون شپه له یو شمېر مطرح سیاسي څېرو سره په لیدنه کې کړې دي.
د دې لیدنې هدف د انتخاباتي کمېسیونونو له کاندید کمېشنرانو سره د مرکو د بشپړېدو په اړه سلا مشوره ښودل شوې.
ولسمشر زیاته کړې چې د انتخاباتو په نوي قانون کې د لومړي ځل لپاره تخلف جرم ګڼل شوی او دا مسئله کولای شي په ټاکنو کې د تخلفاتو مخه ونیسي.
ارګ ماڼۍ په دغه بیان کې زیاته کړې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ډاډ ورکړ چې د غوراوي کمېټې په کار کې هیڅ مداخله نه کېږي او که سیاستوال یو لید لوری ولري راتلونکې ټاکنې به هم ښې ترسره شي.