د افغانستان د نجات ملي جبهه په دې اند ده چې په اویایمه لسیزه کې په کورنیو جنګونو کې ښکېل جهادي رهبران دې د محکمې حکم ته د انتظار پر ځای د هېواد له خلکو بخښنه وغواړي.
د دغه ګوند عمومي منشي ذبیحالله مجددي ازادي راډیو ته وویل، په هغه وخت کې د جهادي ګوندونو او ډلو لهخوا د راکټونو ړندو ګوزارونو په کابل کې د زرګونو خلکو ژوند واخیست.
ښاغلي مجددي وویل، يوازې حکمتیار نه بلکې عبدالرب رسول سیاف او يو شمېر نور جهادي رهبران هم باید په دې تړاو له خلکو بخښنه وغواړي.
دی وايي:
"که حکمتیار صیب وايي چې دوی له ځان او خلکو نه دفاع کړې نو دا څنګه دفاع ده چې په خلکو یې ړانده راکټونه ګوزار کړل چې د لسګونو زرو خلکو ژوند يې واخیست، نو اړینه ده چې هغه د يوه دیني عالم په توګه د بشري محکمې په انتظار ونهاوسي او په خپله دې له خلکو بخښنه وغواړي، دغه کار يوازې د حکمتیار صیب لهخوا نهدی شوی بلکې د جمعیت ګوند لهخوا هم راکټونه ویشتل شوي، د سیاف لهخوا هم راکټونه ویشتل شوي، د اهل تشیع وروڼو لهخوا هم، دلته د خلکو وینه تويه شوې او څنګه بخښنه هم ونهغوښتل شي."
په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د مجاهدینو له بریا وروسته کابل ښار کې د بېلابېلو جهادي ډلو له لوري کورنۍ جګړې پېل شوې چې تر ۱۳۷۵ کال پورې يې دوام درلود.
د جمعیت ګوند د برهانالدین رباني په مشرۍ د کابل په شمال ختیځ کې، حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د کابل په جنوب کې، اسلامي اتحاد د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د قرغې او پغمان په سیمو کې، اسلامي جنبش د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د کابل په شمال کې او د وحدت ګوند د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د کابل په لوېدیځ کې ځای پر ځای وو او د يو بل په وړاندې جنګېدل.
د غير رسمي شمېرو له مخې له ۲۵ زرو نه تر ۳۰ زرو پورې کسان په دغه جریان کې ووژل شول او زرګونه تنه نور معیوب شول.
خو له بل پلوه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزباسلامي وايي، د کورنیو جنګونو په تړاو د داسې عادلانه محکمې غوښتونکی دی چې هېڅڅوک ترې مستثنی نهوي.
د افغان حکومت سره د حزباسلامي د سولې تفاهملیک د پلي کولو ګډې کمېټې غړي امین کریم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که کوم کس په کابل کې د جنګونو د مسؤل په توګه محکمې ته راکښل شي او يا هم بخښنه غواړي د افغانستان د ملي جبهې مشر به هم پهکې شامل وي.
ښاغلي کریم زیاته کړه:
"د کابل جنګونو کې د ده خپل پلار د همغږۍ شورا رئیس و، که کوم کس په کابل کې د جنګونو د مسؤل په توګه محکمې ته راکښل شي او يا هم بخښنه وغواړي، پرته له شکه د ده خپل پلار «صبغتالله مجددي» دی، په همدې ډول ښاغلی مجددي هلته پښه ږدي چې د ده او د ده د پلار پښې تر نورو زیاتې پهکې ننوځي."
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د فرانسې اژانس ته په يوه رالېږلي غږیز پیغام کې په ده د جنګي جنایتونو د تورونو د لګېدنې د رد ترڅنګ ويلي و، کوم کسان چې د يوې معتبرې محکمې لهخوا تورن نهوي پېژندل شوي، بخښنې ته اړتیا نهلري.
همدارنګه د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د اسلامي دعوت ګوند وايي، هغه څه چې دوی کړي د خلکو د ملاتړ لپاره ؤ او دوی بخښنې ته کومه اړتیا نهلري.
د دغه ګوند غړي فهیم کوهدامني ازادي راډیو ته وویل:
"موږ هېڅکله،هغه وجیبه چې موږ ته سپارل شوې وه او موږ ترسره کړې، پرې پېښمانه نهیو، بلکې موږ یې خلکو ته خدمت ګڼو، هغه خلک او ډلې دې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي چې د پردیو په دستور د خلکو په وړاندې وجنګېدل، استاد سیاف تل د خلکو تر څنګ ولاړ و."
افغان حکومت د حزباسلامي سره د سولې تفاهملیک نېږدې دوه میاشتې وړاندې لاسلیک کړ، خو يو شمېر بنسټونو او مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په يوه ناسته کې وویل، افغان حکومت د ياد تفاهملیک په لاسلیکولو د نېږدې څلورو لسيزو جګړو د قربانیانو د حقونو د ټینګښت په برخه کې بېپروايي کړې ده.
دوی د دغه تفاهملیک لاسلیک په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د سیسټماتیکو سرغړونو د دوام جواز ګڼي.
راپور: واصل وصال