د لاجورد لارې پنځه اړخېز متن د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ وروستۍ شوی او لاسلیک ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شیکیب مستغني وايي چې دغه متن په اذربایجان کې د پنځو هېوادونو د استازو په حضور کې وروستی شو.
"هغه پنځه اړخېزې ډلې چې د لاجوردو د لارې پر هوکړې یې کار کاوه متن یې وروستی کړی دی."
د لاجورد لار د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي دهلېز په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولای شي.