وطنوال لوګر کې ۳۵ ميليونه افغانۍ له پوهنې سره مرسته کړې

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالرحمن وطنوال له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د لوګر ولايت په ټولو ولسواليو کې د زده‎کوونکو د وړتيا زياتولو په موخه د نېږدې پينځه دېرش ميليونه افغانيو په ارزښت ژمني او د کانکور امادګۍ کورسونه جوړ کړي چې تېره ورځ يې په لوګر کې د خلکو او مدني ټولنو له لوري د همدې کارونو ستاين‎غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې چې نېږدې ۲۰۰۰ زده کوونکو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ولايتي اداري چارواکو برخه اخېستې وه، د دې ولايت والي محمد حليم فدايي، د عبدالرحمن وطنوال کارونه وستايل او څرګنده يې کړه، چې نوموړي له معارف سره ډېره لويه مرسته کړې: