ګلبدین حکمتیار او نورو مجاهدینو نه د نجات ملي جبهې غوښتنه

د افغانستان د نجات ملي جبهه وايي، د ګلبدین حکمتیار په ګډون هغه ټول مجاهدین چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو؛ باید له خلکو بخښنه وغواړي.

د دغه جبهې منشي ذبیح الله مجددي نن له ازادي ته وویل چې په کابل کې شوې جګړې د دین او وطن د دفاع په هدف نه بلکې د واک ترلاسه کولو لپاه شوي دي.

ښاغلی مجددي وايي:

"خپله پوهېږي چې څه کارونه یې کړي باید راشي له خلکو بخښنه وغواړي بې ګناه خلک چې په راکټ ولي دا نه له دینه دفاع ده او نه هم له وطنه، یوازې حکمتیار دا کار نه‎دی کړی نورو هم دا کار کړی، د جمعیت له لوري هم راکټونه وېشتل شوي، د سیاف له لوري هم دا شوی د اهل تشعیو ورونه راکټونه وېشتل شوي دي."

خو د حزب‎اسلامي د مشرتابه شورا غړی کریم امین بیا وايي، هېڅوک له عادلانه محکمې وړاندې دا حق نه‎لري چې څوک تورن کړي.

ښاغلی امین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د حزب‎اسلامي مشرګلبدین حکمتیارهم غواړي چې له کومې استثنا پرته هغه ټول کسان چې خلکو ته یې تاوان رسولی په عادلانه توګه محاکمه شي.