د افغانستان کانونو سکتور کې د شفافیت نشتوالي اندېښنې زېږولي

د کانونو مدني بنسټ د افغانستان د کانونو په سکتور کې د شفافیت له نشتوالي اندېښنه ښيي.

د دغه بنسټ غړو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ملي یووالي حکومت د کانونو سکتور ته په هغه شکل چې لازمه وه پام نه‎دی.

د ښاغلي زمري په خبره د کانونو سکتور چې د افغانستان په ځان بسیاینې او اقتصادي وده کې خورا مهم رول لري افغان حکومت باید له ځنډ پرته په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.