د پوهنې وزیر چې د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحیت شوی په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د زدهکړې د مناسبې زمینې پر برابرېدو ټینګار کوي.
اسدالله حنیف بلخي چې ننیې په کابل کې یوې فراغت غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ چې اړونده ارګانونو باید په ټول هېواد کې د نجونو د متوازنې زدهکړې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي.
په ورته وخت کې معارف سره د کمک په نامه مؤسسه چې ۱۱۱ نجونې ترې فارغې شوي مسؤلینیې وايي، هڅه کوي چې د بېوزلو نجونو لپاره د زدهکړې زمینه برابر کړي.
معارف سره د کمک په نامه مؤسسه د افغانستان په شپږو ولایتونو کې فعالیت کوي او بېوزلو او هغه ښځو ته چې عمرونهیې زیات وي اود زدهکړو له نعمته بېبرخې پاتې شوي په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو زمینه برابروي.