د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې غړي وايي، د حکومت او حزباسلامي تر منځ د سولې هوکړه نیمګړې ده.
د دغې شبکې مشر نعیم نظري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د حکومت او حزباسلامي تر منځ په شوې هوکړه کې د مدني فعالانو نظر نهدی اخیستل شوی.
د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې غړي همداراز تأکید کوي چې حکومت باید له حزباسلامي سره د شوې هوکړې په برخه کې بیا غور وکړي.
د دغې شبکې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې افغان حکومت په کراتو دا ویلي چې له حزباسلامي سره په شوې هوکړه کې د ټولنې د ټولو اړخونو نظرونه اخیستل شوي دي.