ارزګان کې قومي مشران وايي، د دې ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د وسلهوالو طالبانو د حملو هدف ګرځېدلي او تر ۱۲ زره پورې کورنۍ يې بې ځایه کړي.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر قومي مشرانو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته نور دغه حالت د زغملو نهدی او باید دولت لاس په کار شي او هغه سیمې چې وسلهوالو طالبانو ته په لاس ورغلي بېرته تصفیه کړي.
دوی وايي، درې میاشتې کېږي چې له خپلو سیمو راکډه شوي او په خورا سختو شرایطو کې شپې سبا کوي.
د دوی په وینا چې د دولت بېغوري به د دې لامل شي چې خلک د وسلهوالو له لیکو سره یوځای شي.
یو شمېر قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل:
"زما نوم طاوس دی، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د طوري د کلي ملک یم، موږ له دولته غواړو چې زموږ په سیمه کې دې عملیات وکړي، نور موږ دغه حالت نهشو زغملای، که په دې دوه ورځو کې یې پیل نهکړي له وسلهوالو سره یوځای کېږو."
"زما نوم محمد نعیم دی، د ارزګان ولایت اوسېدونکی یم زه له دولته غواړم چې زموږ سیمه کې عملیات وکړي که يې ونهکړي طالبانو سره یوځای کېږو."
دوی دا هم وویل چې له دولت سره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي خو دولت هم باید چوپه خوله پاتې نهشي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وايي چې دولت ټول امکانات په کار اچولي او عملیاتيې پیل کړي چې تر دې مهالهيې د پام وړ پرمختګ هم کړی.
ښاغلی سرحدي زیاتوي چې دوی په ټولو سیمو کې د عملیاتو د پیلېدو پلان لري خو وايي چې د وسلهوالو له لوري ښخ کړل شویو ماینونو له کبله عملیات ورو روان دي.
ښاغلي سرحدي وايي:
"موږ د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ټولو برخو ته پلان لرو چې عملیات پهکې وکړو ولې موږ د خپل پلان سره مطابق عملیات پر مخ وړو، یوه مهمه نقطه ده هغه دا چې موږ یو ځل دغه د چورې ولسوالۍ لاره پرانیزو او همدارنګه موږ په نورو سیمو کې ډېر ژر خپل عملیات پیلوو او دا زموږ دنده ده."
قوماندان د ولسي خلکو همکاري اړینه بولي او په خبرهيې چې په عملیاتو کې د بریا لامليې هم د ولسي خلکو همکاري ده.
راپور: شریفالله شرافت