د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی له مدیر صیب عمومي سره مرکه کړې ده.
مدیر صیب عمومي غواړي چې له عمومي مدیریت څخه د اشپز د معاونیت دندې ته ځان تبدیل کړي. دا چې ولې؟... له اورېدو وروسته پوهیدای شئ.
ورپسې مو له څو نورو وړو خبرونه خبروو چې مثلآ یوه ېې دا ده:
ښځه ګومان کوي چې سړی ېې په بد نیت مخ ته ګوري، خو د هغې خوله په کیچپ ککړه ده، سړی هغه ورښيي چې پاکه ېې کړي!
داسې څو نورې خبرې هم شته.
او په پای کې مو د برطرفۍ له یوې کیسې خبروو چې کار غټانو خراب کړی خو په ډب کې ېې د دفتر پیاده له منځه ځي!
جوړوونکی: ننګیارنا اشنا
Your browser doesn’t support HTML5