شفافیت نړیوالې مؤسسې تاجکستان کې اداري فساد ته اندېښنه ښودلې

د شفافیت نړیوالې مؤسسې په تاجکستان کې اداري فساد ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې مؤسسې د اروپا او منځنۍ اسیا د برخې همغږې کوونکې سویتلینا سویڅکایا د ازادي راډیو تاجکي څانکې ته وویل:

"د اداري فساد برخه کې د شفافیت نړیوالې مؤسسې موندنې ښیي چې د تاجکستان ۵۰ په سلو کې خلک رشوت ورکوي. دوی د درملنې، پوهنې او له پولیسو سره د مخامخېدنې پر مهال بډې ورکوي."

سویڅکایا د تاجکستان تر څنګ پر ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان هم انتقاد وکړ چې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې یې خورا لږې هڅې کړې دي.