د کانګرس سلاکارانو د کانګرس له غړو په واشنګټن کې وغوښتل چې پرې نهږدي د چین دولتي کمپنۍ د امریکا د خلکو پر تجارت کنټرول پیدا کړي، یا یې واخلي.
د امریکا او چین د اقتصادي او امنیتي اړیکو کمېسیون کانګرس ته د ۲۰۱۶ کال په راپور کې مشوره ورکړې ده چې قانون تعدیل کړي، څو چینایي دولتي کمپنۍ پر امریکایي شرکتونو تسلط پیدا نهکړي.
دا راپور چې پرون خپور شو، دا اندېښنهیې څرګنده کړې ده چې دغه کمپنۍ به د ټکنالوژي، استخباراتو او په بازار کې د واک له لارې د چین د دولت په ګټه هڅې وکړي.
په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې په امریکا کې د چین پانګونه په بېسارې ډول ۳۰ میلیارډه ډالرو ته لوړه شوې ده.
په دې برخه کې شاوخوا اووه نیم میلیارده پانګونه په مستقیم ډول د چین د دولتي کمپنیو ده.