"دیلن" به د نوبل جایزې ترلاسه کولو مراسمو کې ګډون ونه‎کړي

د سویډن اکاډمي وایي، سندرغاړی او د سندرو د شعرونو لیکوال باب دیلن به د ډسمبر په ۱۰مه په ستوکوهلم کې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو په مراسمو کې ګډون ونه‎کړي.

پنځه اویا کلن باب دیلن د ۲۰۱۶ کال د نوبل ادبیاتو جایزه ګټلې ده.

د سویډن اکاډمي د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، دیلن ته به د نوبل جایزه او نهه لکه ډالر ورکړل شي خو دی به‌یې په خپله د سویډن له پاچا څوارلسم ګوستاف څخه په مستقیم ډول ترلاسه نه‎کړي.