د پکتیا امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې د احمد ابا ولسوالۍ په ځینو سیمو کې به پوځي عملیات ترسره شي.
مل پاسوال قادرګل ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه تېره ورځ په ګردېز کې غونډه وشوه.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:
"وچ غړکې، څپړۍ کې، لنده غړکې او د مچلغو په شاوخوا کې د مخالفانو او دښمن تحرکات لیدل کېږي، خو موږ په امنیتي غونډه کې پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به، انشاءالله په دې سیمو کې عملیات ترسره کېږي."
د پکتیا امنیه قوماندان د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې امنیت د ډاډ وړ بولي خو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو روان کال د ناامنیو راپورونه خپاره شوي دي او د جانيخېلو ولسوالۍ یوه موده د دولت مخالف وسلهوالو په لاس کې وه.