د کانګرس سنا جرګه به د ایران په اړه د قانون مسودې ته رأیه ورکړي

د امریکا د کانګرس سنا جرګه به راتلونکې میاشت پر ایران د بندېزونو د جاري ساتلو په اړه د قانون مسودې ته رأیه ورکړي اود توشېح لپاره به‌یې ولسمشر بارک اوباما ته واستوي.

دا څرګندونې پرون په دې جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر وکړې.

د کانګرس استازو جرګې پر ایران د بندیزونو د جاري ساتلو دغه قانون چې د ۱۰ نورو کلونو لپاره اعتبار لري، یوه ورځ مخکې په قاطع اکثریت تصویب کړ.

دغه قانون چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ میلادي کال کې منظور شو هدف‌یې د ایران د اټمي وسلو د تولید مخنیوی و.

د دغه قانون اعتبار د روان میلادي کال په پای کې پای ته رسېږي.

د جمهوري غوښتونکو مشر مېچ مککونېل وویل، موږ به د استازو جرګې پر دغه قانون رأیې واخلو او هغه به تصویب کړو.

که څه هم د ایران او لوېدیځ قدرتونو تر منځ د شوي اټمي تړون له مخې متحده ایالتو پر ایران لګول شوي بندیزونه یو څه نرم کړي خو امریکايي قانون جوړونکي وایي، دوی دغه بندیزونه ځکه جاري ساتي چې په راتلونکي کې د ایران د لمسونکو اقداماتو په صورت کې د امریکا راتلونکی ولسمشر یو انتخاب ولري.