جرمني افغانستان کې د ۹۸۰ سرتېرو پرېښودو پرېکړه وکړه

نن د جرمني د صدراعظمې انګېلا مرکل کابينې په افغانستان کې د دوه زره اوولسم کال تر پايه د نهه سوه او اتیا جرمني سرتېرو د پرېښودو پرېکړه تائيد کړه.

دا پرېکړه چې بايد د پارلمان له‌خوا هم تائيد شي، تر يوه اوونۍ په کم وخت کې وروسته له هغه شوې چې طالبانو په مزار شريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ په حمله کې څلور افغانان ووژل او تر سلو پورې نور يې ټپيان کړل.

د جرمني د دولتي اعلاميې له مخې، تر ۹۸۰ پورې سرتېري به له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او هغوی به روزي.