زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه مړه شوي

د زابل د شهر صفا په ولسوالۍ کي په ترافیکي پېښه کې څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي.

د زابل امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزي ازادي راډيو ته وويل چې نن چهارشنبې تر غرمې ورورسته د شهر صفا ولسوالۍ په فولادګي سيمه کې د سيد جمالدين افغان ترانسپورټي شرکت اړوند يو ۳۰۳ موټر د يوه کرولا موټر سره ټکر کړی چې په پېښه کې څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د نورزي په وينا په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول د کرولا موټر سورلۍ دي.

چارواکي د پېښي علت د موټر تېز سرعت او د لارې خرابوالی يادوي.