بشارالاسد: ایا ډونالډ ټرمپ به خپلې ژمنې عملي کړي؟

د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي دی سترګې په لاره دی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سوريې په اړه د متحده ایالاتو پالېسي بدله کړي او که څنګه.

خو نوموړي ویلي چې دی چمتو دی له ډونالډ ټرمپ سره د وسله‌والو د ځپلو لپاره ګډه مبارزه وکړي.

اسد د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د منتخب کېدو په اړه د پورتګال ټلوېزیون ته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې دغه جمهوري غوښتونکي مشر په سوریه کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د جګړې په اړه تعهد څرګند کړی خو بشارالاسد پوښتنه کوي چې ایا ډونالډ ټرمپ به خپلې ژمنې عملي کړي او کنه؟

ده ويلي:

"که منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ترورېستانو سره جګړه کوي، حتماً به موږ له دوی سره متحد شو، په دې مورد کې موږ طبعاً ملګري راځو، له روسانو سره، له ايرانيانو سره او له نورو ډېرو هېوادونو سره چې ترورېستانو ته ماتې ورکړو."

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په سوریه کې له ځینو وسله‌والو ډلو څخه د ملاتړ په باب به د امریکا پالېسي بدله کړي.