پاکستان ترکي ښوونکو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی

پاکستان ترکي ښوونکو او د ښوونځيو نورو ترکي کارکوونکو ته له دې هېواده د وتلو امر کړی دی.

انقرې پر دغو کسانو تور پورې کړی چې له فتح‌الله ګولېن سره تړاو لري چې د ترکیې حکومت په وینا، په دې هېواد کې يې د جولای د پنځلسمې ناکامه کودتا پلان کړې وه.

د راپورونو له مخې، د پاک-ترک نړيوالو ښوونځيو او پوهنتونونو له ښوونکو او کورنیو له پاکستانه د وتلو غوښتنه شوې ده.

دغه کسان شاوخوا پنځه سوه دي او د امر له مخې باید د نومبر تر شلمې له پاکستانه ووځي ځکه د ویزو د تمديد غوښتنه‌یې رد شوې ده.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې پاکستان نن د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هرکلی کوي.

انقرې له اسلام‌اباده غوښتي چې په دغه هېواد کې له ګولېن سره اړوند دغه ټول ښوونځي وتړي.

پاک-ترک چې په پاکستان کې تر لسو زرو زیاتو زده‌کوونکو ته درس وايي، له ګولېن سره هر ډول تړاو رد کړی دی.