د کابل ښار د غازي عالي لېسې د یولسم ټولګي زده کوونکی محمد عامر د ۱۳۹۵ کال د پوهنې د ستوري په حیث ټاکل شوی.
په کابل ښار کې د چهارشنبې په ورځ په همدې هدف د پوهنې وزارت له لوري یو پروګرام هم جوړ شوی و چې پهکې د کابل ښار له ټولو یولسمو ټولګیو څخه ممتاز زدهکوونکي وټاکل شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د دغه مقام ګټونکی کولای شي چې د ښوونیزې دورې له بشپړېدو وروسته له هېواده بهر لوړې زدهکړې وکړي.
دا پروګرام له تېرو درېیو کلونو راپه دېخوا جوړېږي چې سږ کال نېږدې ۳۵ زره زدهکوونکو پهکې ګډون کړی و.