د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي چې په کندز کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د ژمي موسم عملیات پیل شول.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ زون قوماندان شیر عزیز کامهوال خبریالانو ته وویل چې په دې ولایت کې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه موجود دي او بشپړه همغږي لري.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دا مهال د کندز ښار اړوندو شاوخوا سیمو کې وسلهوال مخالفین فعال دي چې د کندز ښار اوسېدونکې یې اندېښمن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال وسلهوالو طالبانو د کندز ښار په بشپړه توګه او سږ کالیې ځینې سیمې تر کنټرول لاندې راوستي.