افغان ولسمشر فراه کې د راخوشې شوي ماشوم له پلار سره وغږېد

افغان ولسمشر په فراه ولایت کې د تښتوونکو له منګولو د راخوشې شوي ماشوم نوید له پلار سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د هغه په ازادېدو یې خوښي څرګنده کړه.

له ارګ څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د محمد اشرف غني له قوله ویل شوي تښتوونکي چې اوس په توقیف کې دي، د هېواد د نافذه قوانینو مطابق به په علني او عادلانه توګه محاکمه شي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي ولسمشر د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي ته لارښوونه وکړه چې یاد ماشوم د درملنې په خاطر کابل ته را انتقال کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ پنځه کلن نوید په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې راخوشې کړ.