حمید: له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو په اړه ډاډ

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې اروپایي ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپایي ټولنې سفیر مایک مېلېبن پرون په کابل کې په لیدنه کې د دواړو لورو تر منځ د همکاریو پر دوام او د بروکسل کنفرانس د ژمنو پر تطبیقي چارو هم خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو او د بروکسل کنفرانس پر تطبیقي چارو خبرې وکړې، همدارنګه د پيسو د مدیریت په برخه کې هم خبرې وشوې، زموږ لیدلوری هم دا دی چې په مؤثره توګه دغه پیسې ولګول شي."

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي چې د مالیې وزارت په بروکسل کنفرانس کې د مرستو په سمه توګه د لګولو لپاره هڅې کوي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.