ارګ د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله.
د ارګ اعلامیه کې د ولسمشرغني په نقل ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلورتنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د امنیتي ځواکونو په موټر شوې ده.
تراوسه کومې وسلهوالو ډلې د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی.
له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲ مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون یې ۱۶ ټپيان کړل.