د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله

د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله.

د ارګ اعلامیه کې د ولسمشر غني په قول ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د امنیتي ځواکونو په موټر شوې ده.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې د دې حملې مسؤلیت نه‌دی منلی.

له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون‌یې ۱۶ ټپيان کړل.