د ولسي جرګې نننۍ استیضاح غونډه کې ۳ وزیران په خپل دندې پاتې شول

د افغانستان ولسي جرګې د کډوالو چارو، اقتصاد او عامې روغتیا وزیرانو په غیاب کې د باور رأیه ورکړې.

دغې جرګې د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز استیضاح کړي وو خو هغو جلسې ته حاضر نه‎شول او ولسي جرګې ورته د رأیو صندوقونه کېښودل.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د رأیو نتایج داسې اعلان کړل:

"د عامې روغتیا د وزیر د تائید رأیې ۱۷۰، د اقتصاد وزیر تائید رأیې ۱۱۴ او د کډوالو وزیر تائید رأیې ۱۰۵ دوی پر خپل ځای پاتې شول."

د روانې اوونۍ له پيله تر اوسه ولسي جرګې ۱۳ وزیران استیضاح کړي چې له هغې ‌ډلې یې ۷ سلب صلاحیت کړي دي.

خو افغان حکومت پرېکړه کړې تر هغې چې ستره محکمه د سلب صلاحیت شویو وزیرانو موضوع څېړي باید خپلو دندو ته دوام ورکړي.