د هلمند سیمهییز چارواکي وايي چې افغان کومانډو ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو له یوه زندانه ۳۲ تنه خوشې کړي دي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه په ښورکي سیمه کې شوي دي.
ښاغلی ځواک زیاتوي چې په خوشې شویو کې ۲۸ د ملي اردو سرتېري او څلور ملکیان و.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
له دې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند کې د وسلهوالو طالبانو زندانونه مات کړي و او یو شمېر کسانیې ورڅخه ژغورلي دي.