د اوکراین ولسمشر پېټرو پروشینکو د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې لهخوا د دې هېواد د ځینو سیمو د لاندې کولو په وړاندې مبارزه کې د واشنګټن د قاطع ملاتړ غوښتنه کړې.
د اوکراین د ولسمشر له دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي نوموړی چمتو دی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په خاطر د ښاغلي ټرمپ له نوې ادارې سره کار وکړي.
پروشینکو زیاته کړې، دواړو موافقه وکړه چې په راتلونکې کې به سره ګوري او د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو کې واشنګټن ته د نوموړي پر سفر بحث وشو.
خو د اوکراین ولسمشر له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې دقیقه نېټه نهده یاده کړې.