مسکو وايي، دوی به د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د افغان طالبانو د مشر ملا هبتالله اخونزاده د نوم د شاملولو ملاتړ وکړي خو لومړی باید په دې اړه د افغان حکومت پر استدلال غور وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اینټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، د افغان حکومت دا غوښتنه باید له اسنادو سره یوځای وي او که افغان چارواکي مؤثق اسناد وړاندې کړي پر دې وړاندیز به غور وکړي.
د کابلوف په وینا د ملګرو ملتونو د ترورېستانو په لېست کې د یو شخص شاملول د دې سازمان د امنیت شورا، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په کمېټه کې یوه ځانګړې پروسه لري چې د یو کس د جنايي کړنو په اړ د اسنادو د وړاندې کولو پرته امکان نهلري.
د روسیې دا لوړپوړی ډیپلوماټ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له چارواکو وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله نوم دې د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړي.