سرتاج عزیز هندوستان کې د اسیا زړه په نوم کنفرانس کې ګډون کوي

د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي په هندوستان کې د اسیا زړه په نوم په هغه سیمه‌ییز کنفرانس کې ګډون کوي چې په‌کې به د افغانستان پر وضیعت بحث کېږي.

سرتاج عزیز یو پاکستاني ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، د اسیا زړه کنفرانس د افغانستان په اړه دی او افغانستان د پاکستان لپاره لومړیتوب لري.

ټاکل شوې ده چې د اسیا زړه په نوم دا کنفرانس د ډسمبر په لومړۍ اوونۍ کې د هندوستان په امرتسر ښار کې چې د پاکستان پولې ته نېږدې پروت دی جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو او په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وشي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په تېر یو کال کې اړیکې ترینګلې دي.

افغان حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره د هغو وسله‎والو طالبانو د مشرانو پر ضد جدي اقدامات نه‎کوي چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

په هندي کشمیر کې د پوځ پر یوې اډې له برید وروسته چې په‌کې ۱۹ هندي سرتېري ووژل شول، دا هندوستان ته د یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.

هند په دې برید کې پاکستان مېشتې سخت دریځې ډلې په لاس لرلو تورنې کړې دي.

سرتاج عزیز ویلي، د اسیا زړه کنفرانس د هند او پاکستان تر منځ هم په اړیکو کې د بهترۍ یو ښه فرصت دی.