د امریکا متحده ایالات وايي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لهخوا د ممکنه بشري جنایاتو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې څېړنه مؤجه او مناسبه نهده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابیت ټروډو د سې شنبې په ورځ وویل، د امریکا متحدهایالات په دې برخه کې د حساب ورکولو خپل سیسټم لري او موږ دا کار په لوړو ممکنو معیارونو کوو.
ټروډو زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتو د جرمونو د نړیوالې محکمې تړون نهدی لاسلیک کړی او د دې محکمې په وړاندې ځواب ورکوونکي نهدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ویاندې په وینا متحده ایالاتو په پراخه توګه خپل فعالیتونه خپله ارزولي دي او په ډېرو پېښو کې سرغړونکي محاکمه شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې په دې اړه عکسالعمل ښيي چې د دوشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو وویل، پر دې خبرې د باور لپاره مناسب دلایل شته چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د شکنجې په شمول جنګي جنایات ترسره کړي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ میلادي کال د جنګي جنایاتو، بشریت ضد جرمونو او ډلوژنې په اړه د قضايي پرېکړو په هدف تأسیس شوه.