د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي، دی سترګې په لاره دی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سوريې په اړه د متحده ایالاتو پالېسي بدله کړي او که څنګه.
خو نوموړي ویلي چې دی چمتو دی له ډونالډ ټرمپ سره د وسلهوالو د ځپلو لپاره ګډه مبارزه وکړي.
اسد د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د منتخب کېدو په اړه د پورتګال ټلوېزیون ته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې دغه جمهوري غوښتونکی مشر په سوریه کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د جګړې په اړه تعهد څرګند کړی خو بشارالاسد پوښتنه کوي چې ایا ډونالډ ټرمپ به خپلې ژمنې عملې کړي او کنه؟
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په سوریه کې له ځینو وسلهوالو ډلو څخه د ملاتړ په باب به د امریکا پالېسي بدله کړي.
د سوريې ولسمشر وايي، د ډونالډ ټرمپ په اړه احتیاط سره قضاوت کوي او د نوموړي په وینا که ټرمپ د ترورېزم پر ضد مبارزه کوي نو سوریه به د ډونالډ ټرمپ د ادارې یو طبیعي متحد وي.