اوباما: یوه پياوړې اروپا د متحدو ایالتونو په ګټه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وایي، یوه پیاوړې او یو موټې اروپا د متحدو ایالتونو په ګټه، خو د ناټو لپاره بیخي مهمه ده.

هغه دا څرګندونې د ولسمشر په توګه د خپل بهرني سفر د پیلېدو په ترڅ کې کړي دي.

اوباما نن د یونان په پلازمېنه اتن کې د یونان ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس ته وویل چې د ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو ادارو دا منلې چې له اروپا سره اتحاد ډېر مهم دی.

اوباما په دې څرګندونو سره غوښتل د امریکا متحدینو ته دا ډاډ ورکړي چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به چې کله په جنوري کې کارپیلوي، د دې هېواد د نړیوالو اتحادونو درناوی وکړي.

د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ټرمپ ویلي وچې دی ښایي د ناټو د غړیو هېوادونو د ساتنې له ضمانته لاس واخلي.

ټاکل شوې چې اوباما سبا په اتن کې د ډموکراسۍ او ګلوبالیزیشن یا نړیوال کېدو په اړه وینا وکړي او وروسته برلین ته ولاړشي.

اوباما به له جرمني وروسته پیرو ته ولاړشي او د اسیاپسفیک د اقتصادي همکاری په سرمشریزه کې به ګډون وکړي.

نوموړی د نومبر په ۱۹ بېرته واشنګټن ته ستنېږي.